دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 258785
د کابل ښار د لیلامي په بازار کې اور لګېدنې سلګونه زره افغانۍ مالي زیان اړولی دی
د کابل د پېښو او اور وژنې اداره وايي، د کابل ښار مکرویانو په بازار کې د اور لګېدنې خبر ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د پېښو او اور وژنې ریاست وايي، مخکې له دې چې اور نورو ځایونو ته خپور شي، دوی یې مخه ونیوله او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې چې دا اور څنګه رامنځته شوی دی.
 
د کابل ښار د څلورمې ناحیې په لیلامي مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله د مېوې د هټیو په ګډون د دغه مارکېټ ټول دوکانونه سوځېدلي او له منځه تللي دي. د دې بازار هټیوال وايي؛ د دغه مارکیټ هټیوالو ته په سلګونو زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
 
د دې مارکېټ دوکانداران وايي، چې د اور وژنې ادارې پر وخت نه رسېدو له امله مارکېټ په اور کې سوځېدلی او کله چې د اور وژنې ادارې کارکوونکي ورسېدل، د اور سوځولو لپاره هېڅ پاتې نه شول.
 
د دغو هټیوالو په وینا، اور نن سهار شاوخوا درې بجې په یوه نانوايي کې پیل شو او د اور وژنې ډلې تر رسیدو پورې په چټکۍ سره خپور شو او ټول مارکیټ یې اور واخیست.
 
د یکشنبې په سهار د دغو لمبو څپو د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د څلورم مکروریانو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له خوبه راویښ کړل.
 
تر اوسه د دې اور لګېدنې لامل او د ځاني زيان نه دى معلوم، خو ويل کېږي چې په دغه مارکېټ کې تر ٥٠ زيات دوکانونه سوځېدلي دي.
 
د کابل د مکروريانو په څلورمه ليلامي مارکېټ کې بېلابېل توکي ليلام کیدلي، اوس هټيوال له طالبانو غواړي چې د دغه مارکېټ په بيارغونه کې ورسره مرسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdcaaanum49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته