دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 258792
سوداګر جوزجان ته راستنیږي
د جوزجان والي په دغه ولايت کې پانګونې ته د سوداګرو د لېوالتيا د زياتوالي خبر ورکوي او وايي چې د امنيت په ټينګښت سره دغه ولايت ته سوداګر بېرته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: شعیب رسالت؛ د جوزجان والي نن دوشنبه د سنبلې په ۲۸مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له هغه وخته چې موږ امنیت تامین کړی، لیدلي مو دي چې په جوزجان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او دوی غواړي چې په دغه ولایت کې ډېر کار وکړي.
 
د جوزجان والي زياته کړه: په دې وروستيو ورځو کې يو تن ملي سوداګر چې له ٢٥ کلونو څخه په بهر کې دى جوزجان ته راستون شو او له موږ سره يې په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به پاتې شي او خپل کار پيل کړي.
 
ده وويل چې دغه سوداګر داسلامي امارت له جوړيدو وروسته افغانستان ته داخل شو .
 
د رسالت په وینا، د جوزجان ولایت چارواکي هڅه کوي، چې سوداګرو ته د فعالیت ټولې اسانتیاوې او زمینې برابرې کړي، څو وکولای شي په دې ولایت کې په آرامۍ سره فعالیت وکړي.
 
په همدې حال کې په جوزجان کې د نفتو او ګازو د سترو زیرمو شتون او له آقینې څخه بلخ ته د مالونو تګ راتګ جوزجان په یوه سوداګریز ولایت بدل کړی دی، خو د اسلامي امارت تر تسلط مخکې سوداګرو د لویو لارو د زیاتې مالیې او د دغه ولایت د ناامنیو له امله له ولایته وتلي وو.
 
https://avapress.com/vdci3varrt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته