دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 258822
حاجي بشیر نورزی: ​​له ۱۷ کلن بند وروسته د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوم
حاجي بشیر نوروزی؛ د ګوانتانامو وروستی بندي او د اسلامی امارت پخوانی مشر ملا محمد عمر ته نږدې کس وویل: چې د «اسلامي امارت» په هڅو له ۱۷ کلن زندانه وروسته خوشې شو. نوموړی زیاتوي، چې افغانستان له څلویښتو کلونو زیات د جنګ او جګړې شاهد دی او وینه تویول پایله نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون دوشنبه (سنبلې ۲۸) حاجی بشیر نورزی له ګوانتانامو د محبس څخه د ١٧دکلن بند ورورسته د «اسلامی امارت» د وروستی بندي د خلاصون په مراسمو کې د اسلامي امارت ځيني چارواکی ګډون وکړ؛ ملا عبدالغني برادر، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال، عبدالسلام حنفي، د لومړي وزیر دویم مرستیال، ملا یعقوب مجاهد، د دفاع وزارت سرپرست امیر خان متقی؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې غونډه وکړه.
 
حاجي بشیر نورزی؛ له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شوي یو تن او د اسلامي امارت یو مهم شخصیت وویل: افغانان باید ډاډه وي چې اسلامي امارت به هیواد د پرمختګ په لور رهبري کړي.
 
هغه وویل چې د ویاړ خبره ده چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو فکر دی او زیاته یې کړه: افغانستان له څلویښتو کلونو زیات جنګ او جګړې زغملی او وینه تویول هیڅ نتیجه نه ورکوي.
 
هغه وویل موږ ټول باید له اسلامي امارت سره اوسوو او هیواد جوړ کړو. ځکه په افغانستان کې نوره جګړه نشته او نړیوال امنیت ورته برابر شوی دی.
 
حاجي نورزي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په هلو ځلو له ۱۷ کلونو بند وروسته راخوشې شو.
 
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي هم په دې مراسمو کې وويل: حاجي بشير نورزى له ١٧ کلونو څخه زيات دامريکا په ګوانتانامو زندان کې بندي و او امريکايانو په تلپاتي بند محکوم کړى و.
 
نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت پخواني او اوسني مشران هڅه کوي چې ټول بندیان په ځانګړې توګه حاجي بشیر نوروزي خوشي کړي.
 
متقي زیاته کړه چې حاجي بشیر نورزی د «مارک فریکس» په نوم له یوه امریکايي بندی سره چې له اسلامي امارت سره و، تبادله شو.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه چې اسلامي امارت په وار وار اعلان کړی چې نور هېوادونه دې له افغانستان سره مثبته همکاري وکړي.
 
نوموړي په دې خبرې سره چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، زیاته کړه: اسلامي امارت د نورو افغان بندیانو د بېرته راستنېدو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې اترې کوي.
 
نوموړی د ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه دی. نوموړی د اسلامي امارت بنسټ ایښودونکی او پخوانی مشر له تمویل کوونکو څخه و.
 
نورزی چې په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان بندي و، په ۲۰۰۵ کال کې د امریکايي پولیسو له خوا په نیویارک کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ونیول شو او په عمري بند محکوم شو.
 
نوموړی له یوې اونۍ توقیف او له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره تر معاملې وروسته خوشې شو او د ۴۰۰ راکټ لانچرونو په ګډون یې له ۱۵ څخه زیاتې درنې وسلې امریکايي ځواکونو ته وسپارلې.
 
نورزی پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال په پاکستان کې و. خو په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته بېرته سپين بولدک ته ستون شو او د امريکايي ځانګړو ځواکونو له ډلې سره يې په خبرو اترو بوخت شو. په 2005 کې، هغه موافقه وکړه چې هغه هیواد ته د امریکا د استخباراتو د سازمان د اجنټ لخوا د تضمین په ورکولو سره لاړ شي. خو په نيويارک کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته د امريکا د فدرالي ادارې له خوا ونيول شو او د يوې امريکايي محکمې له خوا په تلپاتي بند محکوم شو.
https://avapress.com/vdcci4qii2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته