دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 258832
ایران: په افغانستان کې داخلي پوځي کړکېچ د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو مخه نیسي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند په پنجشير کې د وروستيو پېښو په اړه وويل، چې دغه پوځي او داخلي شخړې په هېواد کې د يوه ټول شموله حکومت د جوړېدو مخه نيسي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران دولتي خبري آژانس د سنبلې په ۲۸ مه خبر ورکړ، چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه څرګندونې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د ډزو په تړاو د خپرې شوې ویډیو سره تړاو لري چي  په پنجشېر کې د اسلامي امارت له لوري د جنګي بندیانو وژل څرګندوي.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دغه هیواد په افغانستان کې د هیڅ ډول نظامي ځواکونو ملاتړ نه کوي.
 
کنعاني ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت او د هغوی له مخالفینو سره د ایران اړیکه لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د پنجشیر د بندیانو د ویشتلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د کلیپونو له خپریدو وروسته د ملي دفاع وزارت ویاند په دې اړه د تحقیقاتو اعلان وکړ. هغه ټینګار وکړ چې که دا ادعا ثابته شي، عاملین به یې ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
https://avapress.com/vdcdsj0xxyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته