کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له اسلامي امارت سره د بین المللی تعامل پر دوام ټینګار وکړ

29 سنبله 1401 ساعت 14:55

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره په کتنه کې له اسلامي امارت سره د بین المللی تعامل پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد به یې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې پراخې کړي. د ټرایکا میکانیزم له لارې د افغانستان په اړه سیمه ایز اجماع ورکړل شي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې له توماس ویسټ سره خبرې کړې دي.

 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او بهر کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د اسلامي امارت له حکومت سره د بین المللی تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
 
هغه ویلي دي چې هیواد به یې د ټرایکا د میکانیزم له لارې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې پراخې کړي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هڅې ستایلې او د افغانانو په ایستلو کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
 
دواړو لورو د پرله پسې هڅو د ګډو موخو او د نړیوالې ټولنې د ونډې په اړه د همکارۍ د دوام اړتیا ومنله چې "د افغانانو درد او کړاو کم کړي او سیمه ییزې سولې او ثبات ته وده ورکړي".


د مطلب کود: 258839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258839/پاکستان-له-اسلامي-امارت-سره-د-بین-المللی-تعامل-پر-دوام-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com