کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین څلور سیمې له روسیې سره یوځای کېږي

30 سنبله 1401 ساعت 9:54

د اوکراین د څلورو بېلتون غوښتونکو سیمو مشرانو چې اوس د روسیې په ولکه کې دي، د دغو سیمو د یوځای کېدو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کېدو اعلان وکړ.


آوا: اسوشیټیډ پریس د سه شنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۰ مه خبر ورکړ چې رایه اچونه به په لوهانسک، خرسون، زاپورزیه او دونیتسک سیمو کې ترسره شي.
 
د جمعې په ورځ د رای ورکولو پیل وروسته له هغه اعلان شو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد د سه شنبې په ورځ وویل چې دې ته اړتیا ده.
 
د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف هم ویلي چې د لوهانسک او دونیتسک په ګډون د ختیځ اوکراین د روسیې په خاوره کې ورګډېدل به د دوی له سره رسم شوي سرحدونه "نه بدلیدونکي" کړي.
 
د راپور له مخې، میدویدیف زیاته کړه چې له روسیې سره د لوهانسک او دونیتسک له الحاق وروسته به مسکو وکولای شي چې د دوی د دفاع لپاره له هرې لارې کار واخلي.
 
په عین حال کې، متحده ایالاتو دمخه د روسیې حکومت تورن کړی چې د اوکراین د بیلتون غوښتونکو سیمو د یوځای کولو لپاره جعلي ټولپوښتنه ترسره کوي.
 


د مطلب کود: 258856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258856/د-اوکراین-څلور-سیمې-له-روسیې-سره-یوځای-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com