کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هنګري پر روسیې د نویو بندیزونو له لګولو سره مخالفت وکړ

30 سنبله 1401 ساعت 10:04

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې له خوا د نویو بندیزونو له لګولو سره د خپل هېواد مخالفت اعلان کړ او ویې ویل چې پر روسیې نور بندیزونه به د انرژۍ بحران پراخ کړي.


آوا: د هنګري حکومت پر روسیې د اروپايي ټولنې له خوا د نویو بندیزونو له لګولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
 
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ (سنبلي ۲۹) اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه باید پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو هڅه ونه کړي، ځکه چې دا به یوازې په وچه کې د انرژۍ د بحران په ژورولو کې مرسته وکړي او اروپايي هېوادونو ته زیان ورسوي.
 
د یادولو وړ ده چې په اوکراین کې د دونیڅک او لوهانسک جمهوریتونو د خپلواکۍ په ملاتړ د روسیې د عملیاتو له پیل وروسته او د پوتین لخوا د «نازیفیکیشن» په نامه د لویدیځو هیوادونو او امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته وسلې واستولې. په دې جګړه کې د روسیې پر ضد سخت بندیزونه ولګول شول
 
د روسیې د تېلو او ګازو بندیز او د مسکو پر انرژۍ د اروپا قوي انحصار په اروپايي هېوادونو کې د انرژۍ د کړکېچ لامل شوی او د شنو وچو په ډېرو هېوادونو کې د تېلو بیه لس برابره لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 258859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258859/هنګري-پر-روسیې-د-نویو-بندیزونو-له-لګولو-سره-مخالفت-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com