کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات موزیم ته لسګونه تاریخي او لرغوني اثار وسپارل شول

30 سنبله 1401 ساعت 10:08

د هرات د موزیم چارواکي وايي چې د ګورکان دورې لسګونه تاریخي او لرغوني اثار د لرغونو اثارو د پلورونکي له خوا په دې ځای کې ډالۍ شوي دي.


آوا: د هرات موزیم اعلان وکړ چې د لرغونو اثارو یوه سوداګر له دغه ځای سره د ګورکان دورې ۳۷۰ تاریخي او لرغوني اثار ډالۍ کړي دي.
 
په هرات کې د لرغونو اثارو د پلورونکو رييس حاجي محمد عمر وويل: دغه ارزښتناکه توکي په تېرو کلونو کې د عامو خلکو او سوداګرو له خوا راټول شوي وو.
 
د هرات د موزيم رييس عبدالجبار نورزي هم وويل، غوره ده چې خلک لرغوني او ارزښتناک اثار موزيم ته وسپاري، څو د دغو ارزښتناکو اثارو په ساتنه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
 
د هرات موزیم چې ۹۸ کاله عمر لري، ۳ زره مهم تاریخي اثار لري او د افغانستان د دغه فرهنګي میراث یوه برخه د خلکو نندارې ته ایښودل شوې ده.
 


د مطلب کود: 258860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258860/د-هرات-موزیم-ته-لسګونه-تاریخي-او-لرغوني-اثار-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com