دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 258872
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه/ قطر د دوحې د تړون د لاسته راوړنو د ساتلو غوښتنه وکړه
د قطر امیر د بشري حقونو په درناوي د ټینګار تر څنګ په امریکا او اسلامي امارت غږ وکړ چې د دوحې د تړون لاسته راوړنې وساتي.
افغان غږ خبری آژانس: د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني تېره شپه (سنبلی ۲۹) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو او افراطي ډلو په اډه بدل نه شي.
 
هغه له امریکا او اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دوحې تړون ته چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي، درناوی وکړي او لاسته راوړنې یې وساتي.
 
په دې خبرو کې د قطر امیر د ملکي وګړو د خوندیتوب ترڅنګ په افغانستان کې د بشري حقونو پر درناوي او زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي ټینګار وکړ.
 
د قطر دولت له امریکا او اسلامي امارت سره خورا ژورې اړیکې لري.
 
دغه هېواد له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و.
 
https://avapress.com/vdchq6nii23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته