دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 258873
امریکا د ښځو د اقتصادي ځواک د زیاتولو لپاره نوی پلان لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د خپل هېواد نوی نوښت اعلان کړ او ویې ویل، دغه پلان چې د بوستون پوهنتون په همکارۍ پلی کېږي، په بېلابېلو برخو کې د مرستو متمرکز دی.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان میرمنو د اقتصادی او کاري ځواک د پیاوړتیا لپاره یې نوی پلان چمتو کړی او دغه پلان به د بوستون پوهنتون په همکارۍ پلی شي.
 
انتوني بلینکن؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د دې پروژې هدف په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ښځو د تشبث او د کار د ظرفیت لوړول دي.
 
په همدې حال کې رینا امیري؛ د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي: د دغه پلان پر بنسټ خصوصي سکتور له افغان مېرمنو سره د متشبثینو او کارموندنې په برخه کې مرسته کوي.
 
د دغه پلان له لومړیو پروګرامونو څخه یو هم د افغان ښځو او نجونو لپاره د یو میلیون ښځینه روزونکو جوړول دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا په راتلونکو ۴ کلونو کې به د خصوصي سکتور او مدني بنسټونو په مرسته یو میلیون افغان مېرمنې وروزي.
 
https://avapress.com/vdciyvarpt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته