کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سفارت: عراق تر اوسه افغان زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي؛ مشورې روانې دي

30 سنبله 1401 ساعت 13:45

په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د رسنيو مسؤل وايي، چې عراق تر اوسه هېڅ افغان زیارت کوونکو ته د ځمکې ويزه نه ده وركړې او د ويزې د ترلاسه كولو لپاره له عراقي لوري سره د ايران خبرې اترې روانې دي.


آوا - کابل: نن چهارشنبه (سنبلي ۳۰)، بدری فر؛ په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د رسنیو مسؤل د آوا له خبریال سره په خبرو کښې وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د افغان زیارت کوونکو لپاره د کربلا معلی ته د غوره سفر د زمینې برابرولو لپاره ډیرې هڅې کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چې په کابل کې د ایران د سفارت له خوا د یو لړ تعقیبونو سره سره، افغان زیار کوونکو د عراق د ویزو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.
 
په کابل کې د ايران د سفارت مطبوعاتي مسل زياته کړه، چې تر اوسه عراق هېڅ افغان حاجي ته د ځمکې ويزه نه ده ورکړې او له عراقي لوري سره د ايران سلا مشورې روانې دي.
 
امیر محمد کریمي؛ په کابل کې د حج او اوقافو د شرکت مسوول هم د آوا له خبريال سره په مرکه کې وويل: څه موده مخکې د زيارت کوونکو د اتحاديې او د ميلاد الشمس شرکت ترمنځ موافقه وشوه چې د ميلاد الشمس شرکت به ځانګړې ويزه ترلاسه کوي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې د هوکړې له مخې به لس زره افغان زیارت کوونکي ته د عراق ځمکنۍ ویزې ورکړل شي. د موافقې برعکس، عراق د ځمکې ویزه نه وه ورکړې؛ پرځای یې، هغه هوایي ویزه صادره کړه.
 
سید ذبیح الله حسیني چې د سیاحت او زیارت د یوه بل شرکت مشر دی د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل: عراقي لوري تراوسه هیڅ افغان زیارت کوونکي ته د عراق ویزې نه دي ورکړي.
 
هغه دا هم وویل چې د زیارتي او سیاحتي شرکتونه هڅه کوي چې د کربلا د زیارت کوونکو لپاره د عراق ویزې ترلاسه کړي.
 
په ورته وخت کې د ایران له شلمچه پولې څخه د آوا خبریال خبر ورکوي چې په ایران کې د میشتو افغان زیارت کوونکو پر مخ دا پوله تړلې ده.
 


د مطلب کود: 258878

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258878/د-ایران-سفارت-عراق-تر-اوسه-افغان-زیارت-کوونکو-ته-ویزې-نه-دي-ورکړي-مشورې-روانې

آوا
  https://www.avapress.com