دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 258880
امریکا تر اوسه څه باندې ۷۲ زره افغان کډوال مېشت کړي دي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا رامنځته کېدو وروسته؛ تر اوسه پورې له ۷۲ زرو څخه زیات افغان کډوال ځای پر ځای شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ (سنبلي ۳۰) په یوه ټویټ کې د هغه ټیم ستاینه وکړه چې په دې برخه کې یې کار کړی دی. ښاغلي بلینکن دغې لوبډلې ته د   SAMMIES2022 جایزه هم ورکړې ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۷۲ زره افغان اتباع د امریکا په ۳۳۱ ښارونو او ۴۹ ایالتونو کې مېشت شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې امريکا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد زرګونه اتباع په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې له امريکايي ځواکونو سره کار کاوه، امریکا ته لېږدولي او دا لړۍ دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcg779xzak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته