کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوکراین له افغانستان سره ۳۰ زره ټنه غنم مرسته وکړه

31 سنبله 1401 ساعت 10:33

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنه اوکرایني غنمو د مرستې اعلان وکړ.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن (پنجشنبه، سنبلي ۳۱) په یوه ټوېټ کې دغه اعلان وکړ.
 
هغه لیکلي، چې اوکراین د روسیې د ظالمانه یرغل په وړاندې له کړاوونو سره سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰ زره ټنه غلې او ایتوپیا او سومالیا ته د نورو پنځوس زره ټنه غلې دانې مرسته کړې ده.
 
پر اوکراین د روسیې برید هم په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
 
دا دواړه هیوادونه د غلې دانې لکه غنم، جوار او وربشي دواړه لوی صادرونکي دي چې له جګړې وروسته ګډوډ شوي دي.
 


د مطلب کود: 258899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258899/اوکراین-له-افغانستان-سره-۳۰-زره-ټنه-غنم-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com