دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 258899
اوکراین له افغانستان سره ۳۰ زره ټنه غنم مرسته وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنه اوکرایني غنمو د مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن (پنجشنبه، سنبلي ۳۱) په یوه ټوېټ کې دغه اعلان وکړ.
 
هغه لیکلي، چې اوکراین د روسیې د ظالمانه یرغل په وړاندې له کړاوونو سره سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰ زره ټنه غلې او ایتوپیا او سومالیا ته د نورو پنځوس زره ټنه غلې دانې مرسته کړې ده.
 
پر اوکراین د روسیې برید هم په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
 
دا دواړه هیوادونه د غلې دانې لکه غنم، جوار او وربشي دواړه لوی صادرونکي دي چې له جګړې وروسته ګډوډ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgy79xyak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته