دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 258902
د هرات - خواف د اورګاډي د پټلۍ د تمځایونو ترمیم
د روزنک د اورګاډي د پټلۍ او غیر ریل پټلۍ د ترمیم پروژه د هرات د والي، د هیواد د ریل پټلۍ د عمومي رئیس، د بیلا بیلو څانګو د رئیسانو، د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه پلاوي او غړو په حضور کې پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هېواد د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت وايي: دا د عامه ګټو پروژه ده، چې افغانستان به د سیمې او بهر له هېوادونو سره ونښلوي.
 
هغه زیاته کړه: دا پروژه د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ارزښتناک او مثبت ګام دی او موږ هڅه کوو چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړو.
 
همدارنګه شیخ نوراحمد اسلام جار؛ د هرات والي په خپلو خبرو کې وويل: سيمه ييزه اداره به د دغې پروژې د سرعت او پرمختګ لپاره له خپلو ټولو شته امکاناتو کار واخلي.
 
اسلامجار زياته کړه: اوس دامنيت په لرلو سره کولاى شو نيمې بشپړې شوې پروژې په اسانۍ سره بشپړې کړو.
 
بل، زاهدالله اسماعیل زی؛ د سنډریلا ساختماني شرکت استازي چې د ریل پټلۍ د ترمیم او غیر ریل پټلۍ د تاسیساتو مسولیت په غاړه لري، څرګنده کړه: دغه شرکت هڅه کوي چې د هرات - خواف ریل پټلۍ ژر تر ژره ترمیم او فعاله کړي.
 
د هرات والي دغه راز وويل: د هرات - خواف رېل پټلۍ چې ٦٣ کيلومتره اوږدوالی لري، په لس کيلومترۍ کې ترميم ته اړتيا لري، چې ٤١٧٦١٥٠٠ افغانۍ لګښت پرې راځي.
 
هغه زیاته کړه: د دغې پروژې د غیر ریل پټلۍ لګښت ۱۲۵۰۰ زره افغانۍ دی او ټاکل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې یې د ترمیم چارې بشپړې شي.
 
له بلې خوا د هرات ولایت د صنایعو او کانونو د خونې مشر حمیدالله خادم وايي چې یو له مهمو پروژو څخه چې باید ژر تر ژره بشپړ شي د اورګاډي پټلۍ ده.
 
د هغه په ​​وينا، ترانسپورتي کرښې هېوادونه له يو بل سره نښلوي، له بده مرغه افغانستان اوس مهال تر ټولو ګران بيه لينونه، چې ترانسپورتي لين دي، کاروي او که د اورګاډي د پټلۍ پروژه بشپړه شي، د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې به ارزښتناکه اغېزه وکړي.
 
په همدې حال کې د هرات - خواف ریل پټلۍ پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پرانیستل شوه او په هېواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته یې د ریل او غیر ریل پټلۍ تاسیسات سخت زیانمن شول او اوس یې د اورګاډي او غیر ریل پټلۍ د بیارغونې چارې بیا پیل شوې.
 
https://avapress.com/vdcbgwb55rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته