دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 258907
د خصوصي تعلیمي موسسو څارنه زیاتیږي
د امر به معروف و نهی از منکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خصوصي تعلیمي موسسو د لا زیاتې څارنې خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پوهنې وزارت نن پنجشنبه د سنبلي ۳۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې خصوصي ښوونیز بنسټونه دې خپل فعالیتونه له شرعی او اسلامی ارزښتونو سره سم کړی.
 
د امر به معروف و نهی از منکر وزارت وايي، په دې وروستیو کې د دغه وزارت استازو په جوزجان ولایت کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې څارلې دي.
 
تر دې مخکې د سوکالۍ او تربیې وزارت په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو پر موسسو بندیزونه لګولي وو.
 
https://avapress.com/vdcgz79xuak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته