کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د خوارځواکۍ له امله د ۲۰ ماشومانو مړینه او زرګونو کسان اخته کیدنه

31 سنبله 1401 ساعت 11:22

د بغلان روغتیايي چارواکي په دغه ولایت کې د خوارځواکي ماشومانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي، دوی وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې څه باندې څلور زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او ۲۰ تنه مړه شوي دي.


آوا - مزارشریف: عبدالرحمن الفت؛ د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ د پروګرام مسؤل آوا ته وویل: د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۳۹۷ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
ده وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په بغلان کې د خوارځواکۍ پېښې زياتې شوې دي. تېر کال ۲۳ ماشومان مړه شول. خو سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دغه شمېره ۲۰ تنو ته رسېږي.
 
په همدې حال کې د پلخمري په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر معراج الدین معراج په دې ولایت کې د خوارځواکۍ ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه آوا ته وویل: تېر کال په میاشت کې له ۱۰ تر ۱۵ پورې د خوارځواکۍ ناروغان راتلل. خو سږ کال هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ ماشومان د ماشومانو د درملنې په برخه کې شاملېږي.
 
نوموړي په بغلان کې د خوارځواکۍ د زياتوالي اصلي لامل د شري ناروغي او اقتصادي ستونزې وبللې او ويې ويل: سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغۍ څو څپې خپرې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو او اقتصادي بندیزونو وروسته په هېواد کې فقر او بېکاري زیاته شوې او د مخکنیو احصایو له مخې د ۷،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 258908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258908/په-بغلان-کې-د-خوارځواکۍ-له-امله-۲۰-ماشومانو-مړینه-او-زرګونو-کسان-اخته-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com