کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرانسې په افغانستان کې قحطۍ ته د نړیوالو په پاملرنې ټینګار وکړ

31 سنبله 1401 ساعت 12:10

تېره شپه (سنبلي ۳۰) د فرانسې ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د خپلې وینا پر مهال د نړیوالې ټولنې پر اړتیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې قحطۍ ته پاملرنه وکړي.


آوا: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره شپه (سنبلي۳۰) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له سختې قحطۍ سره مخ دی.
 
هغه زیاته کړه، په افغانستان او نړۍ کې قحطۍ ته باید د نړۍ د ګډې اجنډا په سر کې ځای ورکړل شي.
 
مکرون همداراز په نړۍ کې د ترورېزم خطر جدي وګاڼه او ویې ویل چې نړۍ لا هم د دغې پدیدې په له منځه وړلو کې نه ده بریالۍ شوې.
 
ایمانویل مکرون ټینګار وکړ چې په افریقا او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ خطرونه جدي دي او دا مسئله باید په چټکۍ سره وڅېړل شي.
 


د مطلب کود: 258911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258911/فرانسې-په-افغانستان-کې-قحطۍ-ته-د-نړیوالو-پاملرنې-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com