دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 258911
فرانسې په افغانستان کې قحطۍ ته د نړیوالو په پاملرنې ټینګار وکړ
تېره شپه (سنبلي ۳۰) د فرانسې ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د خپلې وینا پر مهال د نړیوالې ټولنې پر اړتیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې قحطۍ ته پاملرنه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره شپه (سنبلي۳۰) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له سختې قحطۍ سره مخ دی.
 
هغه زیاته کړه، په افغانستان او نړۍ کې قحطۍ ته باید د نړۍ د ګډې اجنډا په سر کې ځای ورکړل شي.
 
مکرون همداراز په نړۍ کې د ترورېزم خطر جدي وګاڼه او ویې ویل چې نړۍ لا هم د دغې پدیدې په له منځه وړلو کې نه ده بریالۍ شوې.
 
ایمانویل مکرون ټینګار وکړ چې په افریقا او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ خطرونه جدي دي او دا مسئله باید په چټکۍ سره وڅېړل شي.
 
https://avapress.com/vdcb8wb58rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته