کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا: موږ هیڅکله روسیې ته وسلې نه دي صادر کړي

31 سنبله 1401 ساعت 16:22

د امریکايي چارواکو له ادعا وروسته چې په میلیونونو توپونه او توغندي له روسیې او له شمالي کوریا څخه پیرودل شوي، نن د دغه هېواد د دفاع وزارت دا ادعا رد کړه او هغه یې افواه وبلله او ویې ویل چې روسیې ته هېڅکله وسلې نه دي صادر شوې.


آوا: نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د شمالی کوریا د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۲) په یوه بیانیه کې امریکا په افواهاتو په خپرولو تورنه کړه او پر روسیې یې د پوځی وسلو پلورل رد کړل.
 
په دغه بیانیه کښې د شمالی کوریا د دفاع وزارت د تجهیزاتو د عمومی څانګې د مرستیال له قوله لیکل شوی دی:«موږ مخکې هیڅکله روسیې ته وسلې او مهمات نه دی صادر کړی او نه به یې د صادرولو کوم پلان ولرو. "موږ متحده ایالاتو ته اخطار ورکوو چې د بې پروایۍ بیانونه بند کړي."
 
د روانې میاشتې په پیل کې امریکايي چارواکو ادعا وکړه چې روسیې له شمالي کوریا څخه په میلیونونو توپونه او توغندي اخیستي دي.
 
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پر بنسټ، له شمالي کوریا څخه د وسلو هر ډول پیرود منع دی.
 


د مطلب کود: 258930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258930/شمالي-کوریا-موږ-هیڅکله-روسیې-ته-وسلې-نه-دي-صادر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com