دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 258931
د خوړو نړیوال پروګرام په تخنیکي مسلکونو کې ۵۰ زره اتباع روزلي دي
د خوړو نړیوال سازمان د یوه ټویټ په خپرولو سره د ۵۰ زرو اتباعو لپاره د تخنیکي مسلکونو د روزلو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان نن پنجشنبه (سنبلې ۳۱) په خپل ټویټر کې ویلی چې دغه شمېر افغان وګړو د کار په بازار کې ګډ مسلک او مهارتونه زده کړی دی.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغو پنځوس زره افغان اتباعو ته د ټکنالوژۍ، د موبايل ټېلېفون انجنيرۍ، د ګاڼو پرې کول، خياطۍ او د غالۍ اوبدلو په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
 
دغه سازمان زیاته کړه چې د دغو مسلکونو روزنه د افغانستان اتباعو ته د خوړو په برابرولو کې مرسته کوي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ دا مهال د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcdsj0xfyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته