کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

1 میزان 1401 ساعت 10:57

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له نومبر او سړې هوا وروسته په افغانستان کې ۶ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.


آوا: په داسې حال کې چې د افغانستان شتمنۍ لا هم بندې دي، د ملګرو ملتونو ادارې په یوه راپور کې د خوړو خوندیتوب ته په اشارې سره ټینګار کړی چې په افغانستان کې به نږدې شپږ میلیونه وګړي ډېر ژر له سختې لوږې سره مخ شي.

 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب د زیاتوالي په اړه په یوه راپور کې ټینګار کړی چې له نومبر میاشتې او په افغانستان کې له سړې هوا وروسته به شاوخوا شپږ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
 
په دغه راپور کې راغلي چې تېر ژمي کې د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له سختې لوږې سره مخ وو.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې افغانستان او ۱۹ نور هېوادونه د لوږې له ناورین څخه د ځان ژغورلو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې د کابل سلګونو اوسېدونکو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه او د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا یې د افغانستان د مرکزي بانک د زیرمو د بې قید او شرطه خلاصېدو غوښتنه وکړه.
 
لاريون کوونکو شعارونه ورکول او ويل يې، چې دغه پيسې دې د افغانستان خلکو ته وسپارل شي، څو د اقتصاد او نورو بنسټيزو تاسيساتو په بيارغونه او وده کې ولګول شي او د افغانستان خلک له فقر څخه وژغورل شي.
 
د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې کموالي خیریه موسسو ته اجازه ورکړې چې اړمنو کسانو ته لاسرسی ومومي، خو د ځمکنیو ماینونو شتون، له جګړې څخه پاتې چاودېدونکي توکي، لوژیستیکي ننګونې او کمزوري زیربنا لا هم د خلکو لاسرسی محدودوي.


د مطلب کود: 258939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258939/په-افغانستان-کې-د-خوړو-بحران-اړه-ملګرو-ملتونو-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com