دخپریدو نیټه :جمعه ۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 258939
په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له نومبر او سړې هوا وروسته په افغانستان کې ۶ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: په داسې حال کې چې د افغانستان شتمنۍ لا هم بندې دي، د ملګرو ملتونو ادارې په یوه راپور کې د خوړو خوندیتوب ته په اشارې سره ټینګار کړی چې په افغانستان کې به نږدې شپږ میلیونه وګړي ډېر ژر له سختې لوږې سره مخ شي.
 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب د زیاتوالي په اړه په یوه راپور کې ټینګار کړی چې له نومبر میاشتې او په افغانستان کې له سړې هوا وروسته به شاوخوا شپږ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
 
په دغه راپور کې راغلي چې تېر ژمي کې د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له سختې لوږې سره مخ وو.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې افغانستان او ۱۹ نور هېوادونه د لوږې له ناورین څخه د ځان ژغورلو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې د کابل سلګونو اوسېدونکو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه او د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا یې د افغانستان د مرکزي بانک د زیرمو د بې قید او شرطه خلاصېدو غوښتنه وکړه.
 
لاريون کوونکو شعارونه ورکول او ويل يې، چې دغه پيسې دې د افغانستان خلکو ته وسپارل شي، څو د اقتصاد او نورو بنسټيزو تاسيساتو په بيارغونه او وده کې ولګول شي او د افغانستان خلک له فقر څخه وژغورل شي.
 
د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې کموالي خیریه موسسو ته اجازه ورکړې چې اړمنو کسانو ته لاسرسی ومومي، خو د ځمکنیو ماینونو شتون، له جګړې څخه پاتې چاودېدونکي توکي، لوژیستیکي ننګونې او کمزوري زیربنا لا هم د خلکو لاسرسی محدودوي.
https://avapress.com/vdcbfwb59rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته