کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار وکړ

1 میزان 1401 ساعت 13:23

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د ملګرو ملتونو د ماموریت له سرپرست مارکوس پوتزل سره په لیدنه کې په هیواد کې د دیپلوماتیکو بنسټونو د امنیت ډاډ ورکړ.


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون پنجشنبه (سنبلې ٣١) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له مشر مارکوس پوتزل سره وکتل.

 
متقي په دې غونډه کې وويل: د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولو ډيپلوماتيکو بنسټونو د امنيت لپاره به ټينګ تدابير ونيول شي او د سياسي ادارو کارکوونکو ته به د تګ راتګ اسانتياوې په پام کې ونيول شي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د واکمنې ادارې پالیسي له نړۍ سره رغنده تعامل وباله او ویې ویل چې ملګري ملتونه په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو اونۍ وړاندې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته چاودنه شوې وه او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په دې پېښه کې د دغه هېواد دوه دیپلوماتان وژل شوي دي.
 
د دغه برید په اړه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د روسیې سفارت ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي. خو موخې ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شو.


د مطلب کود: 258946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258946/متقي-په-افغانستان-کې-د-بهرنیو-سفارتونو-امنیت-پر-خوندیتوب-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com