کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا له افغانستان سره د مرستې لپاره ۳۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي

2 میزان 1401 ساعت 12:14

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دغه هېواد له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره څه باندې ۳۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د میزان په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې ۱۱۹ میلیونه ډالره به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لارې ورکړل شی.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې نور ۲۰۸ میلیونه ډالره به د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې د بشري مرستو د دفتر له لارې افغانستان ته ورکړل شي.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه مرسته د سرپناه، روغتيايي خدمتونو، د داخلي بې ځايه شويو کسانو د بيا ميشت کولو، ساتنې، د حمل او ميندو د روغتيا، د ژوند ژغورنې، د مخنيوي خدمتونو او د جندر پر بنسټ تاوتريخوالي ته د ځواب ورکولو په برخو کې ورکول کېږي.
 
ویل کیږي چې په ګاونډیو هیوادونو کې له افغان کډوالو سره د روغتیا، تغذیې، د کرونا ویروس د معایناتو او واکسیناسیون په برخه کې مالي مرستې هم دوام لري.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد مرستې ۱،۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.
 
دغه وزارت ویلي، چې دوی د افغانستان خلکو ته ژمن دي او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو یې هم وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د مارچ د ۳۱مې نېټې ژمنو ته ژمن پاتې شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو اعلان وکړ چې د سویس د حکومت او د افغانستان د اقتصادي کارپوهانو په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ به د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیاردو ډالرو زیرمې په ساتلو او سمبالولو کې مرسته وکړي. د افغانستان په نوم د «افغانستان صندوق» په جنیوا کې جوړ شو.
 


د مطلب کود: 258965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258965/امریکا-له-افغانستان-سره-د-مرستې-لپاره-۳۲۷-میلیونه-ډالره-ځانګړي-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com