کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د قوش تپې د کانال ۱۵ سلنه کار بشپړ شوي

2 میزان 1401 ساعت 12:23

د بلخ ولایت د قوش تپې کانال پروژې مسوولین وايي، چې تر اوسه د دغه کانال ۴۲ کیلومتره کار بشپړ شوی، چې ۱۵ سلنه پرمختګ ښيي.


آوا - مزارشریف: د قوش تپې کانال مسوولین په کار کې د ۱۵ سلنه پرمختګ خبر ورکوي.
 
ذبیح الله امیري؛ د بلخ د قوش تپې کانال پروژې مسؤل نن شنبه د میزان په ۲مه، آوا ته وویل: د قوش تپې کانال کار ۱۵ سلنه پرمختګ کړی او د دغه کانال ۴۲ کیلومتره جوړ شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه کانال د جوړولو کار د روان کال په لومړيو کې پيل شوى او لومړى پړاو يې چې ١٠٨ کيلومتره اوږدوالى لري، په پام کې ده چې سږ کال بشپړ شي.
 
اميري زياته کړه، چې اوسمهال د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کار دوام لري او ٢٥٠٠ کسان په کې کار کوي.
 
د قوش تپې کانال به په شپږو کلونو کې جوړ شي او له دغه کانال سره به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
 
دغه کانال به له امو سیند څخه د بلخ، جوزجان او اندخوی فاریاب ولسوالیو ته اوبه انتقال کړي.
 
په همدې حال کې د روان کال د سنبلې په ۳۱ مه د ملا عبدالغني برادر؛ د دغه وزارت اقتصادي مرستیال د غوشتپې کانال له کار څخه د لیدنې په موخه بلخ ته سفر کړی او د لیدنې پر مهال یې د دغه کانال د پرمختګونو ستاینه وکړه.
 


د مطلب کود: 258966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258966/د-بلخ-قوش-تپې-کانال-۱۵-سلنه-کار-بشپړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com