کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قطر کې د امریکا سفارت د وزیر اکبر خان په جامع جومات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی

2 میزان 1401 ساعت 13:28

په قطر کې د امریکا سفارت د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د پرونۍ چاودنې په غبرګون کې پر عبادت کوونکو برید بې بنسټه بللی دی.


آوا: دغه دیپلوماتیکه اداره زیاته کړه چې پر هغو کسانو چې خپل دین او عقاید بیانوي دا ډول بریدونه د توجیه وړ نه دي.
 
تېره ورځ (جمعه، میزان ۱) د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان جومات دروازې ته څېرمه خونړۍ چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۵۰ تنه شهیدان او ټپیان شول.
 
 دا په یوه اوونۍ کې دریمه چاودنه ده چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې کېږي.
 
 تر اوسه کومې ډلې د پرونۍ حملې مسوولیت نه دی منلی، چې د موټر بم چاودنې له امله رامنځ ته شو. خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.
 


د مطلب کود: 258970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258970/په-قطر-کې-د-امریکا-سفارت-وزیر-اکبر-خان-جامع-جومات-پر-لمونځ-کوونکو-برید-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com