دخپریدو نیټه :شنبه ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 258970
په قطر کې د امریکا سفارت د وزیر اکبر خان په جامع جومات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی
په قطر کې د امریکا سفارت د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د پرونۍ چاودنې په غبرګون کې پر عبادت کوونکو برید بې بنسټه بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه دیپلوماتیکه اداره زیاته کړه چې پر هغو کسانو چې خپل دین او عقاید بیانوي دا ډول بریدونه د توجیه وړ نه دي.
 
تېره ورځ (جمعه، میزان ۱) د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان جومات دروازې ته څېرمه خونړۍ چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۵۰ تنه شهیدان او ټپیان شول.
 
 دا په یوه اوونۍ کې دریمه چاودنه ده چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې کېږي.
 
 تر اوسه کومې ډلې د پرونۍ حملې مسوولیت نه دی منلی، چې د موټر بم چاودنې له امله رامنځ ته شو. خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.
 
https://avapress.com/vdcgu79xzak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته