کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د امریکا د غیر ناټو متحدینو له لیست څخه وایستل شو

2 میزان 1401 ساعت 14:53

د امریکا د ولسمشر په حکم د افغانستان نوم د دغه هیواد د غیر ناټو متحدینو له لست څخه وایستل شو. ویل کیږي چې دا پریکړه د امریکا د وسلو د صادراتو د کنټرول قانون سره سم شوې ده.


آوا: سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د میزان په ۱ نیټه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د امریکا د متحدینو له لست څخه د افغانستان د ایستلو اعلان وکړ.
 
د امریکا د ولسمشر جوبایډن په یادښت کې راغلي چې د وسلو د صادراتو د کنټرول له قانون سره سم د امریکا د لوی متحد په توګه د افغانستان نوم حذف شوی دی.
 
بایډن زیاته کړه: «د ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو د اساسي قانون او قوانینو لخوا ما ته د ورکړل شوي واکونو تابع دي، په شمول د ۱۹۶۱ د بهرنیو مرستو قانون ۵۱۷ برخه، زه دا قانون د تعدیل په واسطه لغوه کوم (22 USC 2321k. )».
 
په دې یادداشت کې د بایډن لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی چې دا موضوع عامه کړي.
 
تر دې مخکې جوبایډن کانګرس ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان نوم دې د امریکا د غیر ناټو متحدینو له لیست څخه وایستل شي.
 


د مطلب کود: 258978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258978/افغانستان-د-امریکا-غیر-ناټو-متحدینو-له-لیست-څخه-وایستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com