دخپریدو نیټه :شنبه ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 258980
اسلامي امارت: تېر کال مو د کوکنارو د کښت او اختلاس مخه ونیوله
داسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند په قلعه ذال کي دغونډي پرمهال وويل چي حکومت په تير يو کال کي په افغانستان کي دکوکنارو دکر او اختلاس مخه نيولې ده .
افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا مرستیال زیاته کړه چې په یوه کال کې یې د څه باندې ۴۰۰ زره کارکوونکو معاشونه ورکړي دي.
 
تر دې مخکې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي هم ویلي و چې اسلامي امارت د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه چې نږدې ۸۰۰ زره کېږي، له داخلي عوایدو ورکوي. په داسې حال کې چې د هغه په ​​وينا، په تېر کې د ملکي مامورينو اويا سلنه معاشونه د بهرنيانو له خوا ورکول کېدل.
 
نوموړي په تېر حکومت کې د اختلاس په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل: د تېرو حکومتونو د چارواکو له خوا ٦٠ ميليارده افغانۍ له خزانې څخه اختلاس شوې او د هغوى دوسيې شته دي.
 
https://avapress.com/vdch66niv23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته