کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت مرستیال:

حساب ورکول او مسؤلیت د ښې حکومتولۍ اساسي برخې دي

3 میزان 1401 ساعت 11:30

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري اوسنی حکومت یو ځواب ویونکی او مسؤل حکومت ګڼي. د هغه له نظره؛ ځواب ورکوونکی اداري سیستم او شفاف مدیریت د ښې حکومتوالۍ شاخصونه دي.


آوا - کابل: له نظری پلوه د دغه حکومت مهمې ځانګړنې په پخوانیو حکومتونو کې نه لیدل کېدې.

 
د اقتصاد وزارت مرستیال په یوه ټویټ کې اوسنی حکومت حساب ورکوونکی بللی او زیاته کړې یې ده: د موثرو عامه خدمتونو وړاندې کول، ځواب ویونکی اداری سیستم او شفاف مدیریت د ښې حکومتوالۍ نښې دی.
 
د هغه په ​​وينا، د چارواكو هڅه دا ده، چې د قانون د حاكميت په رڼا كې ښه حكومتداري، چې د پرمختګ اساسي مساله ده، د هېواد په سياسي او اقتصادي پرمختګ كې مهم رول ولوبوي.
 
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د اوسني حکومت د فعالیت ستاینه او د کابل چارواکو له څوارلسو میاشتو هڅو سره سره تراوسه هیڅ هېواد افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.


د مطلب کود: 259003

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259003/حساب-ورکول-او-مسؤلیت-د-ښې-حکومتولۍ-اساسي-برخې-دي

آوا
  https://www.avapress.com