دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 259011
د پاکستان لومړي وزیر ته د حامد کرزي ځواب:

افغانستان د ترهګرو مرکز نه دی؛ پاکستان دی

افغانستان د ترهګرو مرکز نه دی؛ پاکستان دی
د افغانستان پخواني ولسمشر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرو پټنځای دی.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعال حضور په اړه د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې وایی، چې ترهګر د افغانستان پر ضد په مستقیمه توګه کارول شوی دی. له کلونو راهیسې د پاکستان حکومت ملاتړ کوي او افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی.
 
نوموړي په خپل ټويټر ليکلي چې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف هغه خبرې چې ګواکې ځينې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعاليتونه لري، دروغ او له حقيقته لرې دي.
 
د ښاغلي کرزي په وینا، پېښو او د کلونو تېرېدو دا ثابته کړه چې حقیقت په بشپړ ډول برعکس دی، هغه دا چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې دي. د دغه هېواد او له هغه ځایه د پاکستان حکومت مستقیم ملاتړ کوي او د افغانستان پر ضد یې کاروي.
 
د افغانستان پخواني ولسمشر پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې د افغانستان پر ضد له درواغجنو تبلیغاتو ډډه وکړي او برعکس د یوه ښه ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او متمدن اړیکو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.
 
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې وویل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.
 
شریف اندېښنه څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې القاعده، داعش، د پاکستان تحریک طالبان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ فعالیت لري.
https://avapress.com/vdcdfn0xfyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته