کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متعصبې کړۍ هڅه کوي چې افغانستان د ترهګرۍ د مرکز په توګه معرفي کړي

3 میزان 1401 ساعت 13:52

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، متعصب کړۍ او د نړۍ استخبارات غواړي افغانستان په نړۍ کې د ترهګرۍ د مرکز په توګه معرفي کړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی پرون په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د هېواد او چا د نوم له اخیستو پرته وویل چې ځینې کړۍ هڅه کوی چې افغانستان منزوی کړی.

 
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نړۍ ته یې دا پیغام رسولی چې بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا هم وویل چې د دوی حکومت په ډېر کم وخت کې خپلې استخباراتي او نورې څانګې پیاوړې کړې دي.
 
هغه وويل: "نن زموږ امنيت دومره پياوړى شوى، چې دښمن يواځې پر سړک او جوماتونو بريد کولى شي، دا جرئت نه لري، چې پر دولتي پوستې او ودانۍ بريد وکړي او نه هم امکانات لري." د امنیت ښه نښه ده. متعصب کړۍ او استخباراتي ادارې د افغانستان د مرکز په جوړولو بوخت دي.
 
 
ښاغلي متقي له افغانستان څخه پر ازبکستان د وروستیو راکټي بریدونو یادونه وکړه او ویې ویل چې ټول عاملین یې نیول شوي دي.
 
ښاغلي متقي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ادعا کړې وه، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري.
 
ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ یادونه وکړه.
 
په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي شریف خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ترهګرو مرکز افغانستان نه، بلکې پاکستان دی.


د مطلب کود: 259013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259013/متعصبې-کړۍ-هڅه-کوي-چې-افغانستان-د-ترهګرۍ-مرکز-په-توګه-معرفي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com