کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان استازي خبرې نه کوي

3 میزان 1401 ساعت 13:59

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي مشر وايي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۷مه غونډه کې به وينا ونه کړي.


آوا: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشر نصیر احمد فایق تېره ورځ (شنبه د میزان ۲ مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې د هغه تړون او شالید له مخې چې تېر کال په افغانستان کې رامنځته شوی و. سږ کال هم د افغانستان او میانمار استازي په عمومي غونډه کې خبرې نه کوي.

 
خو نوموړي وويل، چې دى به د امنيت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر په ٢٧مه د افغانستان په اړه جوړېږي، د خلکو په استازيتوب خبرې وکړي.
 
د جمهوري ریاست له ړنګیدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دې دندې استعفا وکړه او د افغان پلاوي مشري یې نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، چې څه باندې يو کال کېږي، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دى پېژندلى او ملګرو ملتونو هم د طالبانو استازي نه دي منلي.


د مطلب کود: 259015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259015/د-ملګرو-ملتونو-په-عمومي-غونډه-کې-افغانستان-استازي-خبرې-نه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com