دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 259049
پر اوکراین د روسیې د اټومي برید ګواښ/ امریکا موږ به پرېکنده ځواب ووایو
په اوکراین کې د شخړو له زیاتېدو او پر دغه هېواد د روسیې د اټومي برید له ګواښ وروسته، اوس د ملي امنیت سلاکار دغه ګواښ ویجاړونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې هېواد به یې د هر ډول برید په وړاندې کلک ځواب ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبری آژانس وایی د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان د سپتمبر په ۲۵ نیټه وویل چې امریکا به د اوکرایین پرضد د روسیې د اټومی وسلو د هرډول کارونې په وړاندې قاطع ځواب ووایی .
 
سلیوان زیاته کړه: که روسیه له دې کرښې تېر شي، د دغه هېواد لپاره به ناوړه پایلې ولري او "متحده ایالات به پرېکنده ځواب ورکړي."
 
راپور کې ویل شوي، سلیوان د متحده ایالاتو د پلان شوي ځواب ماهیت مشخص نه کړ، مګر وویل چې متحده ایالاتو په خصوصي توګه "په تیرو څو ورځو کې د دې دقیق معنی په ډیر تفصیل سره تشریح کړې".
 
داسې ښکاري چې دا غبرګونونه په روسیه کې د لومړي پوځي تحرک د اعلان او د لویدیځ لخوا د اټومي وسلو د کارولو ګواښ په غبرګون کې څرګند شوي.
 
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پوتین د اټومي وسلو د نه خپریدو په برخه کې په خپلو مسولیتونو کې په غفلت تورن کړ.
 
https://avapress.com/vdceeo8wojh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته