کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د افغانستان په اړه جوړه شي

4 میزان 1401 ساعت 14:47

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دفتر (یوناما) په خپله فیسبوک پاڼه کې د دې سازمان د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکړی چې پر افغانستان تمرکز کوي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دا غونډه به سبا (سه شنبه، میزان ۵) ترسره شي.


آوا: دغه دفتر نن دوشنبه (میزان ۴) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه سبا د سپټمبر ۲۷ مه د افغانستان پر وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو جوړیږي.
 
په دې غونډه کې به د یوناما مشر مارکس پوتزل خبرې وکړي او د افغانستان د وضعیت په اړه به امنیت شورا ته معلومات ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په ۷۷ مه غونډه کې د افغان پلاوي د مشر نصیر احمد فایق وینا لغوه کړې ده.
 
ښاغلي فایق اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د تېر کال د هوکړې له مخې به د افغانستان او میانمار استازي سږ کال په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي.
 
ښاغلي فایق وویل چې دی به د سپټمبر په ۲۷ د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وینا وکړي.
 
 نوموړي د امنيت شورا غونډه مهمه وبلله او ويې ويل چې د امنيت شورا په غونډه کې چې د افغانستان په محور کې جوړېږي، د افغانستان د خلکو په استازيتوب به د افغانستان د خلکو غږ پورته کړي.
 
د اسلامي امارت د مشر غلام محمد اسحاقزي په لاس د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي له دې مقامه استعفا وکړه او د افغان پلاوي مشري یې نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.
 


د مطلب کود: 259051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259051/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-غونډه-افغانستان-په-اړه-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com