دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 259052
د سیکانو یوه ډله هند ته ولاړه
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ (یکشنبه، ۳ میزان) د ۵۵ سکهانو او هندي اتباعو یوه ډله نوي ډهلي ته ولاړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ډله چې ۳۸ لویان، ۱۷ ماشومان په کې شامل دي، پرون (یکشنبه د میزان ۳مه) له کابل څخه په یوه الوتکه کې د نوي ډیلي د اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر ته ورسیدل.
 
ټریبیون رسنیو لیکلي، چې په همدې حال کې د سیکانو د انجیل د څلورو نسخو د خپرېدو مخه نیول شوې ده.
 
تر دې مخکې د سپټمبر په ۱۱ مه د ۶۰ افغان سیکانو یوه ډله د هندوانو سره له افغانستانه ووتله.
 
د سکهانو د عبادت ځایونو د ادارې (SGPC) مشر، هرجیندر سینګ دهمي وویل: "دا ډیره مایوسه وه چې یو ځل بیا افغان چارواکو د سیکانو د صحیفو د ایستلو اجازه ورنکړه."
 
هغه وویل چې دا موضوع یې د هند د لومړي وزیر له دفتر او د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې څو له اسلامي امارت سره تماس ونیسي او د ددوی د ایستلو په برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.
 
په افغانستان کې د هندوانو او سکانو اقلیتونه څو ځلې د وژونکو بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
 
ناامنۍ او د دغه مذهبي اقلیت پر وړاندې تبعیض د دوی له افغانستانه د وتلو لامل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciw3arrt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته