دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 259059
په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه د تاجکستان اندیښنه
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون (یکشنبه، میزان ۳) د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین پرون (میزان ۳) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې وویل چې افغانستان په چټکۍ سره په سیمه کې د ترهګرو پر ځاله بدلیږي.
 
هغه وايي: "موږ د داسې سیستماتیک کار شاهدان یو چې پر بنسټ یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتباعو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمالي سیمو ته لېږدول کېږي، چې موخه یې زموږ پولو ته څېرمه د کړکېچ د نوي بستر جوړول دي."
 
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي وو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.
 
د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دغه هېواد د ترهګرو په پټنځای بدل شوی او ویلي یې دي چې هېڅ بهرنۍ ډلې ته به اجازه ورنه‎کړي چې په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي.
 
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان مطفي وايي، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې افغانستان منزوي او نړۍ ته دا هېواد د ترهګرو د خوندي ځالې په توګه معرفي کړي.
 
https://avapress.com/vdcft1d01w6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته