افغان غږ خبری آژانس: ملا محمد حنیف حمزه؛ د برښنا شرکت مشر پرون دوشنبه (۴ میزان) د خپلو کارکوونکو د جنازې مراسم ترسره کړل.
ښاغلي حمزه زیاته کړه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د برښنا شرکت شاته په یوه رستورانت کې په هغه چاودنه کې د دغه شرکت ۷ تنه کارکوونکي ووژل شول، چې د دغه شرکت کارکوونکو د غرمې ډوډۍ خوړله.
نوموړي د قربانيانو پر کورنيو هم نغدي مرستې ووېشل او ويې ويل چې دغه مرستې به دوام ولري.
دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د سنبلې ۳۰مه) د افغانستان برښنا شرکت ته څېرمه په یوه رسټورانټ کې له غرمې وروسته وشوه.
هغه مهال د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي وو، چې چاودنه د ګازو د سلنډر د چاودنې له امله شوې، خو ځینې نورې سرچینې بیا وايي، چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې ده.
هغه مهال د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ادعا کړې وه، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.