دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 259068
د باميان کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل
د خوړو نړیوال سازمان په بامیان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۱۰۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او د څارویو خواړه وویشل.
افغان غږ خبری آژانس: د خوراک نړیوال سازمان چارواکي وايي چې د دغه مرستې د پروګرام موخه په بامیان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پیاوړتیا او ملاتړ دی.
 
د باميان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي ذبيح الله رب دوست هم وويل، چې په دې موده کې درې زره کروندګر او بڼوال د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان له مرستو برخمن شوي دي.
 
دده په وینا؛ هر بزګر ته سل کیلو ګرامه سپین او تور کیمیاوي سرې او هر بزګر ته دوه سوه کیلو ګرامه د څارویو خواړه ورکړل شول.
 
د باميانو کروندګرو او مالدارانو د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دا ډول مرستو په پلي کېدو سره به يې کار او عايد زيات شي.
https://avapress.com/vdcfv1d0cw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته