کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت یوه جګپوړي چارواکي په هیواد کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

5 میزان 1401 ساعت 16:29

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ټینګار وکړ چې په هیواد کې باید د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي.


آوا - کابل: د سې شنبې په ورځ (د میزان ۵ مه) ستانکزي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې په هېواد کې باید نارینه او ښځو ته د زده کړو زمینه برابره شي. .

 
هغه ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت باید د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي بېرته پرانیزي، ځکه د هېواد پرمختګ په پوهنې پورې تړلی دی.
 
ستانکزي څرګنده کړه چې د هلکانو او نجونو په زده کړو کې تبعیض د منلو وړ نه دی او باید پای ته ورسول شي.
 
دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل: که غواړو چې عدالت او ملي يووالى تامين کړو، بايد دښوونې او روزنې ډګر دښځو او نارينه وو لپاره برابر کړو.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ د نجونو د ښوونځیو د دروازو تړل په شریعت کې ځای نه لري او باید ژر تر ژره پراته خنډونه او تخنیکي ستونزې لرې شي.
 
ستانکزي په ډاګه کړه چې د نجونو د ښوونځیو د دروازو د تړلو دوام به ملت له نظام څخه ګوښه کړي.
 
ستانکزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له یوه کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورې ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته نه دي تللي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د خبرو په غبرګون کې ویلي، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړو، چې د افغانستان د اسلامي امارت او خاورې پر ضد خبرې وکړي.
 
نوموړي د افغانستان په فضا کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګزمه هم ښکاره سرغړونه وبلله.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملي یووالي پر تامین او په هېواد کې د اقتصادي نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د څلویښت کلنې جګړې ستونزې په لنډه موده کې نه شي حل کېدای.
 
هغه د هېواد له پانګوالو وغوښتل چې له اقتصادي ستونزو څخه د وتلو لپاره په هېواد کې پانګونه وکړي.
 
موږ د ایران او پاکستان د نیکیو بدله ورکوو
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو سره د ايران او پاکستان د مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او ويې ويل، چې افغانان نه هېرېږي او د ګاونډيو هېوادونو د مېلمه پالنې په بدل کې به يې اجرونه ورکړي.
 
هغه له دغو دوو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي او د کډوالو د راستنېدو لپاره د اسانتیاوو برابرولو پورې د افغان کډوالو انساني او اسلامي حقونو ته درناوی وکړي.


د مطلب کود: 259082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259082/د-اسلامي-امارت-یوه-جګپوړي-چارواکي-په-هیواد-کې-نجونو-ښوونځیو-بیا-پرانیستلو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com