دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 259093
د کورنیو چارو وزارت د امنیت په تامین کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د ښه امنیت په تامین کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي تر څو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د جنايي جرمونو کچه صفر شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سه شنبې په ورځ (۵ میزان) عبدالنافع تکور؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د جنايي جرمونو، عامه خدمتونو، پاسپورټ، ترافیکو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د پولیسو د مسلکي روزنې او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په برخو کې د دغه وزارت معلومات او دریځونه شریک کړل.
 
 د كورنيو چارو وزارت وياند وويل: په تېره يوه مياشت كې په هېواد كې ۱۱۶۹ بېلابېلې جنايي پېښې رامنځته شوې، چې له دې جملې څخه ۸۸۱ يې د پوليسو له خوا کشف او پېژندل شوې دي.
 
 هغه زياته کړه، چې د پوليسو له خوا ١٦٢١ تورن او شکمن کسان نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 
 تکور زياته کړه، دغه کسان د سړي تښتونې، وژنې، وسله والې غلا، جنسي تېري، اختلاس، ترافيکي پېښو، د الکولي مشروباتو د استعمال، د نشه يي توکو د قاچاق، جعلکارۍ، جعلکارۍ او د تېښتې پر مهال د ناقانونه وسلو د لېږد په تور نيول شوي دي.
 
 ده وويل چې په دغو عملياتو کې څه دپاسه پنځوس ډول ډول وسلې، مهمات او تجهيزات، الکولي مشروبات او يوه اندازه نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي دي.
 
 هغه ټینګار وکړ، چې په دې موده کې د هېوادوالو څه باندې پنځه سوه زره حقوقي عریضې حل شوي او هره ورځ سلګونه عریضې، پوښتنې او وړاندیزونه عملي کېږي.
 
 د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي، چې له دې جملې څخه ۴ میلیارده او ۴۶۶ میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي.
 
د تکور په خبره، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په تېره يوه مياشت کې د هېواد په ٣٢ ولايتونو کې ٢٩٣ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٤٤ ټنه نشه يي توکي لکه: هيرويين، ترياک، چرس، شيشه، الکولي مشروبات، نشه يي توکي او ګولۍ نيولي دي. وغیره ونیول شوه.
 
 ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د نشه يي توکو اته کارخانې ويجاړې شوې او ٥٠ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې او تر ٥٠٠ زيات په نشه يي توکو روږدي کسان د امنيتي ځواکونو له خوا راټول او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
 
 عبدالنافع تکور وويل چې په تېره يوه مياشت کې شپږ زره پوليس د پوليسو له لسو روزنيزو مرکزونو څخه تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي او شاوخوا اته زره نور پوليس په روزنيزو مرکزونو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.
 
 نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د ښه امنیت په تامین کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي، ترڅو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د جنايي جرمونو کچه صفر ته ورسېږي.
 
 د یادولو وړ ده چې اکثره ښاریان د وسله والو غلو څخه شکایت کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه له جنایتکارانو سره مبارزه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdnn0xsyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته