دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 259099
مجاهد د تاجکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي
په افغانستان کې د تروريستي ډلو د فعاليت د زياتوالي او له هغوى څخه د ګاونډيو هېوادونو د ګواښونو په باب د تاجکستان د بهرنيو چارو د وزير له ادعا وروسته د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او له دغه هېواده يې وغوښتل چې په دې برخه کې له نږدې شريکې کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین د یکشنبې په ورځ (میزان ۳) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل: «افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو په پټنځای او په سیمه کې د اسلامي امارت د افراطیت د ځپلو په ډګر بدلیږي. " سربیره پردې، موږ د یو سیستماتیک کار شاهدان یو چې پر بنسټ یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اتباعو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمالي سیمو ته لیږدول کیږي، چې موخه یې زموږ پولو ته نږدې د تاو تریخوالي لپاره یو نوی پلیټ فارم رامینځته کول دي.
 
د دې خبرو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه ده کارول شوې.
 
هغه په ​​ټینګار سره وویل، موږ دا ردوو چې خدای مه کړه کومه ترهګره ډله دې په افغانستان کې ځای پرځای شي او یا دې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي. موږ دا ډاډ ورکړ. د تاجکستان دا اندېښنه بې بنسټه ده. دوی باید په دې اړه فکر وکړي او خپلې اندېښنې له نږدې شریکې کړي.»
 
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ورته څرګندونې کړې وې، چې د اسلامي امارت چارواکو رد کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8huqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته