کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه د امریکا پر وتلو د هند انتقادونه/ په سیمه کې بې ثباتۍ زیات شوي دي

6 میزان 1401 ساعت 11:39

د لوېدیځ د سمندري ځواکونو قومندان له افغانستانه د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او دا یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل وګڼله.


آوا: د هند د سمندري ځواکونو یوه جګپوړي افسر اجیندرا بهادر سینګ د سه شنبې په ورځ (د میزان ۵ مه) وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یو ځل بیا په سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کوي او د وضعیت د ښه کیدو لپاره به یو څه وخت ونیسي.
 
دغه هندي چارواکي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو یوه پایله په ځانګړي ډول د هند سمندر په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق زیاتوالی ګڼي.
 
هغه چې د لویدیځې هند د سمندري ځواکونو قومندان دی، ټینګار وکړ: "له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د مخدره موادو تجارت د حجم او اندازې له مخې زیات شوی دی. زیاتره مخدره مواد له افغانستان، پاکستان او ایران څخه راځي."
 
بهادرسنګ وویل، له دوه لسیزو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ځل بیا په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړې ده.
 
د هغه په ​​وینا، "ډیر وخت موږ حیران یو چې د (امریکایي ځواکونو) شل کلن حضور په سیمه کې کوم هیواد ته لاسته راوړنې درلودې."
 
هغه وویل چې د مخدره توکو قاچاق په سیمه کې نږدې ۵۰٪ برخه جوړوي، او هندي کښتۍ په منظمو عملیاتو کې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت مخدره توکي ترلاسه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هند پوليسو په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق تر ټولو ستره زېرمه ونيوله.
 


د مطلب کود: 259103

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259103/له-افغانستان-څخه-د-امریکا-پر-وتلو-هند-انتقادونه-په-سیمه-کې-بې-ثباتۍ-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com