دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 259109
د اسلامي امارت لخوا له روسیې څخه د تیلو او غنمو د اخیستلو تړون لاسلیک شو
د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې له روسیې سره د پټرول، ډیزل، مایع ګاز او غنم د واردولو تړون لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د سوداګرۍ وزیر رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه وزارت له روسیې سره د پټرول، ډیزل، مایع ګاز او غنم د واردولو تړون لاسلیک کړی دی.
 
د مولوي نورالدين عزيزي په وينا، په دې قرارداد کې هر کال د يو ميليون ټنه پټرول، يو ميليون ټنه ډيزل، ٥٠٠ زره ټنه مايع ګاز او دوه ميليونه ټنه غنم شامل دي.
 
عزيزي د ​​بيو په اړه د جزئياتو له ورکولو پرته ادعا وکړه، چې روسيه دغه توکي له نړيوالو نرخونو په ټيټه بيه پر افغانستان پلوري.
 
د سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه چې دا قرارداد یو ازمایښت دی او که دواړه خواوې موافقې ته ورسېږي، د اوږدمهاله قرارداد په توګه به بدل شي.
 
ده څرګنده نه کړه چې دغه قرارداد به څومره وخت د ارزوني لاندی وي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b59rhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته