کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون د افغان کډوالو د قضیې په اړه څېړنې پیل کړې

6 میزان 1401 ساعت 13:59

وروسته له هغې چې یو شمېر امریکايي سناتورانو د هغو افغان مهاجرینو د بایومټریک په اړه خبرداری ورکړ چې له کابل څخه دغه هیواد ته د ایستلو په بهیر کې رالیږدول شوي وو، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د مهاجرینو د دغې ډلې د دوسیې د څیړلو بهیر پیل کړي.


آوا: اسپکتورم نیوز پرون (سه شنبه، میزان ۲۷) خبر ورکړ چې امریکايي سناتورانو ران جانسن او جوش هاولي د دغه هېواد د دفاع وزارت ته په یوه لیک کې اندېښنه ښودلې چې د یو شمېر افغان مهاجرینو دوسیې شته دي چي تحقیق نه دی پر شوی.
 
دغو سناتورانو ادعا کړې چې له افغانستانه د ایستل شویو ۳۰۰ کسانو نومونه چې د امریکا د دفاع وزارت د بایومتریک په لیست کې راغلي، نه دي څېړل شوي.
 
د امریکا د دفاع وزارت د بایومټریک څارنې لیست د هغو کسانو پېژندنه کوي چې د دغه هېواد ملي امنیت ته احتمالي ګواښ بلل کېږي او د مشکوکو تروریستانو په ډله کې دي.
 
د دغو سناتورانو په وینا، امریکا هغو کسانو ته چې د ترورېزم په لېست کې وو، پرته له دې چې له کتنې یې ووځي، اجازه ورکړې او حتی ځینې یې له دغه لېست څخه ایستلي دي.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغه هېواد زرګونه اتباع امریکا ته انتقال شول.
 
اوس داسې اوازې دي چې ښايي دغه کسان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ وي.
 


د مطلب کود: 259113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259113/پنټاګون-د-افغان-کډوالو-قضیې-په-اړه-څېړنې-پیل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com