کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له امریکا غوښتي چې له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي/ کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان د خلکو دي

6 میزان 1401 ساعت 14:39

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې له اسلامي امارت سره د امریکا د اړیکو د دوام غوښتنه وکړه. نوموړي د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وويل چې د هېواد بندې شوې شتمنۍ د افغانستان د خلکو پورې اړه لري نه د بل چا او ډلې پورې.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا باید له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
 
زرداري ویلي، چې اسلامي امارت لا هم په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې وخت او وړتیا نه لري او په دې برخه کې دوی مرستې ته اړتیا لري.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د افغانستان منجمد شویو شتمنیو ته په اشارې سره زیاته کړه: زما په فکر دا خبره مطرح ده چې دغه بودیجه د اسلامی امارت بودیجه نه ده بلکې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.
 
په همدې حال کې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا نظر بدل شوی دی. له دې پېښې وروسته طالبان له القاعده سره د اړیکو په ساتلو تورن شوي دي.
 
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي وو چې اسلامي امارت له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او دا شبکه په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري.
 


د مطلب کود: 259117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259117/پاکستان-له-امریکا-غوښتي-چې-اسلامي-امارت-سره-دې-تعامل-وکړي-کنګل-شوې-شتمنۍ-د-افغانستان-خلکو-دي

آوا
  https://www.avapress.com