کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوه

7 میزان 1401 ساعت 11:03

په هرات ولایت کې دولتي سرچینې وايي، دغه ولایت ته له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.


آوا - کابل: دغه راز ځینو سرچینو هم رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه له لسو بجو راهیسې (میزان ۶) په هرات کې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا پرې شوې او د ښار ګڼې برخې پرې شوې دي. په تیاره کې
 
تر اوسه په هرات ښار کې د برېښنا د پرې کېدو لامل نه دی معلوم او د دغه ولايت د برښنا رييس هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هرات ښار د برېښنا يوه برخه له ترکمنستان څخه د وارداتي ١١٠ کيلو ولټ مزي له لارې صادرېږي او ډېره برخه يې له ايران څخه په وارد شوي برېښنا پورې اړه لري.
 


د مطلب کود: 259145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259145/هرات-کې-د-ترکمنستان-وارداتي-برېښنا-پرې-شوه

آوا
  https://www.avapress.com