دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 259149
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې افراطیت د سیمې لپاره د اندېښنې لامل دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په دې خبرې سره چې ترهګري او تندلاري اوس هم د مینځني ختیځ په سیمه کښې اصلي ننګونې دي او ویې ویل: په افغانستان کښې د حالاتو په خرابیدو سره افراطیت د هیوادونو لپاره د جدي اندیښنو سرچینه ګرځیدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۶ میزان) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې حسین امیرعبداللهیان د ملګرو ملتونو د ۷۷مې غونډې له رئیس چابا کروشي سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله: تروریزم او افراطیت اوس هم د منځني ختیځ په سیمه کې اصلي ننګونه ده.
 
عبداللهیان زیاته کړه، چې په افغانستان کې د وضعیت په خرابېدو سره افراطیت د سیمې د هېوادونو د جدي اندېښنې لامل شوی دی.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې چابا کروشي هم په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د نړۍ د امنیت د مسئلې د حل لپاره د عمومي اسامبلې فعالیدل د هیوادونو د خلکو هیله ده.
 
په دغه فورم کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي، چې د نورو هېوادونو په څېر اسلام اباد هم له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی.
 
له بلې خوا د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې وویل چې افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو او په سیمه کې د افراطیت د خپریدو په پناه ځای بدلیږي.
 
هغه زیاته کړه چې د منځنۍ اسیا وسله وال د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان شمال ته تللي او هڅه کوي چې د تاجکستان پولې ته څېرمه تاوتریخوالی رامنځته کړي.
 
خو د اسلامي امارت حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي د سه شنبې په ورځ (۵ میزان) د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د افغانستان د قرباني وبلله.
 
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې له افغانستان څخه لاس واخلي.
 
د یادولو وړ ده چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو لخوا د هیواد په پلازمینه کې د القاعدې د ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو د ادعا نه وروسته د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې زیاتې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfj1d01w6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته