کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې امنیت؛ د امریکا او تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو تمرکز

7 میزان 1401 ساعت 11:35

سراج الدین مهرالدین؛ د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو بلینکن سره وکتل او د سیمې او افغانستان پر امنیتي مسایلو یې خبرې وکړې.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي بلینکن په دې غونډه کې وویل چې امریکا په منځنۍ اسیا کې له خپلو ټولو ملګرو سره د اړیکو پر ژورولو کار کوي.
 
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به د تاجکستان یو باثباته ملګری وي.
 
له بلې خوا ښاغلي مهرالدین هم ویلي چې له خپل امریکايي سیال سره یې د سیمې پر امنیت، د سوداګرۍ د پراختیا او د ودانیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
 
هغه ټینګار وکړ، لکه څنګه چې ما خپل ګران همکار ته یادونه وکړه، زموږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع داخلي او سیمه ییز امنیت دی، په ځانګړې توګه د افغانستان مسئله.
 
مهرالدین زیاته کړه چې تاجکستان او امریکا به په دې مسئلو کې له نږدې همکاري وکړي.
 
دا غونډه او خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او ازبکستان سره د لا زیاتو همکاریو په لټه کې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وروستیو غونډو کې په افغانستان کې د افراطیت د خپریدو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی و.
 
هغه قضیه چې د سیمې او نړۍ هېوادونو یې په اړه په وار وار اندېښمنه ​​کړې، خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
 


د مطلب کود: 259151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259151/په-افغانستان-کې-امنیت-د-امریکا-او-تاجکستان-بهرنیو-چارو-وزیرانو-خبرو-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.com